ایکنانیوز د imamali.netله قوله راپور راکړی،دغه دستورې د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د خانه کعبې د مولود په باب د اونۍ پروګرامونو په لړ کې په معنوي فضا کې د علوي مطهر او سپيڅلي حرم د زیارتوالو په ګډون سره او د غوره متخصصانو او قاریانو په شتون سره ترسره شوې.
دعلوی مقدس آستان ددارالقرآن مسئول علاء محسن په دې باب ووئيل؛له قرآن سره د انس محفل د عبدالله السیلاوي د دارالقرآن یو استاد، د حضرت قاسم (ع) دحرم قاری او مؤذن حسن الذبحاوي او د اهل بیت علیهم السلام ذاکر او مداح کرار عمامه پشمول د قاریانو په شتون سره ترسره شو.
هغه ووئیل؛دغه محفل د زیارتوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو او په پَچې یا قرعه کشۍ سره زیارتوالو ته جایزې او ډالۍ ورکړل شوې چې د دستورو ولوله او پرتم ئې نور هم زیات کړ.
د علوي آستان د دارالقرآن مسئول د زیارتوالو لپاره د قرآني محفلونو دترسره کیدا اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل؛ ددغه شان محفلونو ترسره کیداد حضرت امام علی علیه السلام کې په حرم چې ناطق قرآن دی، د زیارتوالو د معنوي روحیې پياوړتیا سره مرسته کوي اود زیارتوالو لپاره یو فرصت برابروي څو په مقدس حرم کې له قرآني برکتونو او معنوي فضا برخمن شي.
د وئيلو ده چې د علوی مقدس حرم دارالقرآن ، له قرآن کریم سره د ارتباط د پياوړتیا او په زیارتوالو کې د د قرآني کلتور د دودولو په خاطر په دغه حرم کې په هرې جمعې ورځې قرآنی محفلونه ترسره کوي او د قرآن د ختم دوامدارو غونډو ترسره کیدا د قرآني فرهنګ د خپراوي په خاطر د دارالقرآن یو بل پروګرام دی .
https://iqna.ir/fa/news/4259488